IQNA

  د هرې غلطۍ ځواب به په پخوا په نسبت ډیر پښمانه کونکی وي

14:46 - October 21, 2025
د خبر لمبر: 3491898
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ  لوي درستیز وویل: مونږ  د اوربند په قوانینو ښه پوهیږو، خو مونږ د دښمن ټول حرکتونه څارو او د هرې غلطۍ ځواب به له پخوا څخه ډير توپیر ولري.

ایکنانیوز د پوځ د عمومی اړیکو د دفتر له قوله د ایران د اسلامی  جمهوریت د پوځ  لوي درستیز،  جنرال  عبدالرحیم موسوي، د پوځ د افسرانو اکاډمیو د زده کونکو د فارغ التحصیلۍ  په دستورو کې وویل: نن سبا  نړۍ د ایران ایمان، ارادې، زړورتیا او پیوستون ته په درناوي سره ګوري، او نړۍ د مقاومت په ځواک باور لري.

 سردار عبدالرحیم موسوي، د طوفان الاقصی عملیاتو  پایلو ته په اشارې سره یادونه وکړه: دا عملیات په سیمې او نړۍ کې د لویو پیښو اصل ؤ. امریکایان او صهیونیسټان، چې له کلونو راهیسې ئې پخپلې رسانه ئي امپراتورۍ سره ځانونه  سم ښودلي وو، په بشپړه توګه شرمیدلي او ایشوا شوي دي. د دوي اصلي جنایتکارانه  او ماشوم وژونکی  هویّت  ټولې نړۍ ته څرګند شو، او فلسطین، چې په بشپړه توګه هیر شوی و، په نړۍ کې د لومړۍ موضوع په توګه راڅرګند شو. د حق او مظلومیت  غږ د نړۍ غوږونو ته ورسید، او باطل او ظالمان وشرمیدل.

د ایران د پوځ لوي درستیز زیاته کړه: نن سبا،حتی تر ټولو بدبینه خلک پدې باور دي چې د ایران د اسلامي انقلاب دریځ د حق او اصولو دریځ دی. که چیرې دا د نړۍ د مظلومو او ځپل شویو خلکو د دفاع لپاره غږ  پورته کوي، نو د تاریخ سم اړخ ئې غوره کړی دی، او که چیرې د ځورونې په وړاندې ودریږي، نو دا  ئې د حکمت، وقار او خپلواکۍ نښه ده.

 جنرال موسوي زیاته کړه: صهیونیسټ رژیم د متحده ایالاتو په مرسته غوښتل چې په ایران باندې په برید سره د بې عزتۍ، عامې کرکې او داخلي انحطاط له  موجوده  حالته ځان وژغوري، خو په  په اوڅاره توګه ناکام شو او په نا امیدۍ کې ئې د اوربند غوښتنه وکړه.

د ایران  وسلوالو ځواکونو لوی درستیز دې  ته په اشارې سره چې نن سبا دښمنان د رسنیو او ذهنونو په ډګر کې د خپلې ماتې د جبرانولو هڅه کوي، وویل: مونږ په یوه بشپړ  ادراکي جګړې کې یو، یعني د خلکو د ذهني وسایلو،ادراک سیسټمونو، باورونو او هیلو د بدلولو لپاره په جګړې بوخت یوو.هغه څه چې دوي د زور، ځورَونې او پوځي عملیاتو له لارې ترلاسه نه کړل، اوس د تحریف، پروپیګنډو، نفسیاتي عملیاتو او د جعلي کیسو د تولید له لارې تعقیبوي.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وویل: که څه هم د ایران دښمنان په طبیعي ډول وحشي او تیری کوونکي دي، دا امکان نلري چې دوي به بیا په دې ضربې سره غلط نیت ولري چې دوي ورسره مخ شوي دي،که دوي هوښیار وي. مونږ د دوي حرکتونه په دقت سره څارو، مونږ جنګ غواړي نه یو،خو مونږ چمتو یو،مونږ د شخړو د بندولو له قواعدو خبر یو او مونږ دا مهال د کوم اقدام کولو اراده نه لرو،خو دا ځل  به زمونږ اقدامات  به په بشپړ ډول توپیر ولري.

https://iqna.ir/fa/news/4311748

captcha